ايران د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره چمتووالی وښود

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، اسماعيل بقايي، ويلي چې تهران لا هم د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د همکارۍ چمتووالی لري. نوموړي ټينګار کړی چې د دې تاوتريخوالي دوام کولای شي له دواړو خواوو هاخوا اغېزې ولري.
بقايي د دوشنبې په ورځ، د حوت په څلورمه، په يوې خبري ناستې کې وويل چې د اسلاماباد او د طالبانو ادارې ترمنځ تحولاتو د سيمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران، اغېز کړی دی. د هغه په وينا، په ګاونډ کې بې ثباتي کولای شي د امنيتي او اقتصادي ستونزو سبب شي.
د ايران د بهرنیو چارو وزارت له دواړو خواوو غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو او مذاکرې له لارې حل کړي. تهران ټينګار کړی چې د تاوتريخوالي کمول او د اړيکو مسوولانه مديريت د سيمې د ثبات په ګټه دی.
دا په داسې حال کې ده چې ايران تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه يوه سيمه ييزه غونډه کوربه توب کړې وه، چې موخه يې د پاکستان او د طالبانو ادارې ترمنځ د تاوتريخوالي کمول و. د دواړو خواوو دوامدار تاوتريخوالی يو ځل بيا دا اړتيا څرګندوي چې د طالبانو اداره بايد د سيمهييزو اړيکو او د پولو د چارو په مديريت کې مسوولانه چلند غوره کړي.




