د افغانستان له پنځه زرو څخه زياتو ماشومانو ته د زده کړو فرصت برابر شو
د اروپا د اتحادېې د بشري مرستو دفتر په آسيا کې وايي، د خپلو تعليمي پروګرامونو له لارې يې په افغانستان کې ۵ زره او ۲۵۰ هغو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې چې مخکې له دې مکتب ته د تګ امکان نهلاره. دغه بنسټ د سه شنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۶مه، په يو پيغام کې اعلان وکړ چې دغه پروګرامونه د هغو سيمو د تعليمي محروميت د جبران لپاره پلي شوي، چې ماشومان پکې د بېلابېلو لاملونو له امله له رسمي زده کړو پاتې وو. د اعلاميې له مخې، “پر ټولنه ولاړي ټولګي” جوړ شوي تر څو ماشومان وکولی شي په خپلو سيمو کې زده کړې وکړي او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره چمتو شي؛ دا يوه موقتي لاره ده چې د پراخو تعليمي محدوديتونو تر شرايطو لاندې به کارول کېږي. په عين وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) خبرداری ورکړی چې شاوخوا څلور ميليونه ماشومان په افغانستان کې له زده کړو بېبرخې دي، او دا وضعيت د جدي ټولنيزو او انساني پايلو سبب کېدلی شي. يونيسف وايي، د مکتب ودانۍ نشتوالی، د څښاک اوبو کمښت، د روغتيايي خدمتونو نشتوالی او د ښوونکو کمبود د دې محروميت اصلي لاملونه دي؛ هغه ستونزې چې په وروستيو کلونو کې د طالبانو تر ادارې لاندې زياتې شوې او د ماشومانو د بنسټيز تعليمي حق پر وړاندې يې نور هم محدوديتونه رامنځته کړي دي.




